د ښوونځي زدهکوونکو ته د عامه کتابتون په اړه معلومات ورکړل شول
تېره ورځ د لارښود خصوصي ښوونځي زدهکوونکو ته د هلمند ولایت اطلاعاتو کلتور ریاست اړوند عامه کتابتون په اړه د یوې غونډې په ترڅ کې معلومات ورکړل شول.
یاده غونډه کې د عامه کتابتون عمومي مدیر محسن عمري، د لارښود خصوصي ښوونځي مدیر محمد انور عزیزي، د ځوانانو د ودې او انکشاف مدیر عبدالصبور نوري او د ياد ښوونځي زدهکوونکو ګډون درلود.
د عامه کتابتون مسؤل عمري د یاد ښوونځي له مدیر څخه مننه وکړه، چې د علمي څېړنو په ترڅ کې یې زدهکوونکي د هلمند عامه کتابتون ته راوستل.
نوموړي زیاته کړه، د هلمند عامه کتابتون د زدهکوونکو، زدهکړیالانو، طالب العلمانو د علم او پوهې مینوالو ته د زدهکړې لپاره د معلوماتو ښه زمینه برابره کړې نو باید چې پوره ګټه ترې پورته کړي.
همدارنګه یې په عامه کتابتون کې د شته کتابونو او راتلونکو پلانونو او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.
وروستیو کې زدهکوونکو ته د عامه کتابتون له لوري زدهکړې ته د هڅونې په موخه کتابونه ورکړل شول.
۱۴۴۵/۶/۷ ھ ق
۱۴۰۲/۹/۲۹ ھ ش
