د ډاد ګيړنې او خواخوږۍ پيغام
د هېواد د ځوان خبريال او ليکوال مصطفي عمرزي د مړينې په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير د خواشينى پيغام.
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هېواد ځوان خبريال او ليکوال مصطفي عمرزى د هغې ناروغى له امله چې ورپېښه شوې وه، نن په کابل کې په حق ورسيد.
مصطفي عمرزى د کابل پوهنتون د ژورناليزم له پوهنځى څخه فارغ شوى و او د څه د پاسه ١٠ کاله يې د هېواد د خصوصي ټلويزيونونو په فرهنګي پروګرامونو کې کار وکړ.
هغه بريالى ليکوال و اوتحقيقاتي او طنزي کتابونه هم ليکلي دي .
زه د دغه ځوان خبريال مړينه يوه ضايعه بولم او د الله ( ج) له دربار څخه هغه ته د فردوس جنت او د هغه کورنى او رسانه يي ټولنې ته د صبر او زغم هېله کوم.
کابل/ د غبرګولې ١٥ مه/ باختر