د چهلستون بڼ تاریخي ارزښت او د ساتنې اړتیا
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د چهلستون له بڼ څخه لیدنه وکړه، په دې لیدنه کې د یاد وزارت د تاریخي ابداتو، لرغون پېژندنې، مالي او اداري چارو، عامه کتابتون، ملي راډیو ټلوېزیون، د ځوانانو د اصلاح چارو او د ځوانانو د همغږۍ رئيسانو ګډون درلود.
د آغاخان د کلتوري بنسټ رئیس انجینر اجمل میوندی چې د چهلستون بڼ د رغونې چارو مسؤليت ورپه غاړه دی، د یاد بڼ د بیا رغونې د پروژې په اړه هر اړخیز پرېزنټېشن وړاندې کړ، نوموړي وویل: د تېرو کلونو په پرتله د بڼ عواید کم شوي او د ساتنې په برخه کې یې ګڼې ستونزې رامنځته شوې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي چهلستون بڼ د هېواد د تاریخي ارزښتونو یوه مهمه برخه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د دې بڼ د حفاظت او ښېرازۍ لپاره به لازمې هڅې کېږي.
نوموړي له هېوادوالو او سیلانيانو وغوښتل، چې د چهلستون بڼ ته لاړ شي، د دې تاریخي بڼ له ښکلا، لرغونې معمارۍ او ودانیو څخه خوند واخلي او د بڼ تاریخي اهمیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.
د چهلستون بڼ او قصر د امیر عبدالرحمن خان په زمانه کې د ۱۸۸۰ څخه تر ۱۹۰۱ میلادي کلونو پورې جوړ شو، د امیر حبیب الله خان په دوره کې د دې قصر په جوړښت کې پراخ بدلونونه راوستل شول او د سلطنت په وخت کې د دولتي لوړپوړو چارواکو د اوسېدو ځای و.
د تنظيمي جګړو په ترڅ کې دغه بڼ او قصر سخت زیان ولید، خو د ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۸ میلادي کلونو پورې د آغاخان کلتوري بنسټ د المان هېواد په مالي ملاتړ د دې بڼ بیا رغونه بشپړه کړه.
دا مهال د چهلستون بڼ د خلکو پر مخ پرانیستی دی او له ۲۰۱۹ میلادي څخه تر اوسه پورې له درې میلیونو زیاتو کسانو له دې تاریخي بڼ څخه لیدنه کړې ده، یاد بڼ د نندارتونونو او مجلسونو لپاره مناسب ځایونه لري او د هېواد د تاریخي شتمنیو یوه ارزښتناکه نښه بلل کېږي.
۱۴۴۶/۶/۸ هـ ق
۱۴۰۳/۹/۲۰ هـ ل
