د (ځوان مسؤلیت څه دی) تر نامه لاندې سیالۍ پایلې اعلان شوې
د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو آمریت او د عروج تحقیقاتي او نشراتي ادارې په همکارۍ (د ځوان مسؤلیت څه دی) تر نامه لاندې سیالۍ چې د ۵۰۰ تنو ځوانانو تر منځ پر لاره اچولې وه، پایلې اعلان کړې او مخکښ ګډون کوونکي یې وستایل.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین د دې سیالۍ څخه موخه د ځوانانو ترمنځ د کتاب لوستلو او مطالعې دود غښتلی کول یاد کړل.
د عروج تحقیقاتي او نشراتي ادارې رئیس ثابت هروی وايي: د روان کال په ترڅ کې دا درېمه سیالۍ دی چې د دې ادارې په همکارۍ جوړه شوې ده او زیاته یې کړه چې دوی کوښښ کوي ترڅو له دې لارې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې دود او ټولنیز احساس غښتلی کړي.
په ورته وخت کې دوه تنو هغه زده کوونکو چې په دې سیالۍ کې یې لومړی مقام خپل کړی وو، یوه پایه لپ تاپ ترلاسه کړ او داسې سیالۍ جوړول یې د ځوانانو لپاره خورا ګټورې وبللې.
۱۴۴۶/۱۲/۷ هـ ق
