د ځوانانو چارو معین د یونیسف مؤسسې د ځوانانو چارو له مسؤل سره وکتل
نن چهارشنبه (۱۴۴۴/۱۱/۱۱ هـ ق) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين قاري محمد يونس راشد د يونيسف مؤسسې د ځوانانو چارو له مسئول مسعود بسملزي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په کتنه کي د ځوانانو د عامه پوهاوي، رضاکارانه فعاليتونو او ښوونيزو چارو په اړه خبري وشوې.
د ځوانانو چارو معين د يونيسف مؤسسې له کارونو څخه د مننې ترڅنګ، وغوښتل چې د ځوانانو اړوند خپل فعاليتونه له معينيت سره په همږغۍ ترسره کړي او د يوې سکتوري ادارې په حيث د ځوانانو د اړوندو پروژو په تطبيق کې له معينيت سره هوکړليکونه ولري.
همدا راز ښاغلي راشد د ځوانانو چارو معينيت او يونيسف مؤسسې ترمنځ د ښو اړيکو رامنځته کول يوه جدي اړتيا وبلله.
د يونيسف مؤسسې د ځوانانو برخي مسئول د ځوانانو چارو معينيت د افغان ځوانانو د هر اړخيزو چارو د يوې واحدي ادارې په توګه د اسلامي امارت مهم ارګان وباله او له خپله اړخه يې د هر ډول همکارۍ او په اړوندو چارو کې د همږغۍ ډاډ ورکړ.
