د ځوانانو چارو معین د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام له مسؤل سره وکتل
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام(UNDP) له مسؤل سټیفن رودیکز سره وکتل.
په دې کتنه کې د ځوانانو چارو معین ښاغلي راشد د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له مؤثرو فعالیتونو څخه مننه وکړه او له ښاغلي سټيفن څخه یې وغوښتل، ترڅو د ځوانانو د ظرفیت لوړونې، هغوی ته د کاري فرصتونو برابرولو، په تعليمي او تحصيلي برخو کې خپلو فعالیتونو ته لا پراختیا ورکړي.
ورپسې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام(UNDP) مسؤل ښاغلي سټیفن رودیکز د ځوانانو چارو له معین څخه مننه وکړه، او زیاته یې کړه؛ چې د افغانستان اولویتونو ته احترام لرو او د ځوانانو د اقتصاد، مهارت لوړونې، تعلیم ،تحصیل او ځینو نورو برخو کې به همکار واوسو.
د یادونې وړ ده چې په تېرو څو میاشتو کې د ځوانانو چارو معینیت په هلو ځلو سلګونه ځوانانو ته د فریلانسینګ ترڅنګ د مسلکي زده کړو له لاري د کارموندنې په برخه کې روزنه ورکړل شوې ده او دا لړۍ لا هم دوام لري.
۱۴۴۶/۶/۱۶ ھـ ق
۱۴۰۳/۹/۲۸ ھـ ل
