د ځوانانو چارو معین د خوړو نړیوال پرګرام (WFP) د مسؤل سره وکتل

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۸:۴۲
.....

دوشنبه ( ۲۷ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د مسؤل ښاغلي Harald Mannhardt سره په خپل کاري دفتر کي وکتل .

د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس راشد د خوړو نړیوال پروګرام( WFP )مسؤل ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د افغان ځوانانو په عمومي وضیعت خبري وکړې او زیاته یي کړه؛ اړتیا ده چې ځوانانو ته بنیادي کارونه وکړو، د ځوانانو د ظرفیت لوړونې ترڅنګ د هغوی د شته اقتصادي مشکلاتو د حل لپاره یوه تګلاره په ګډه سره رامنځ ته کړو او په راتلونکي کې پر هغې تګلارې کار وکړو.

ښا غلي راشد د( WFP ) د مسؤل څخه وغوښتل، چې د دوی په تخنیکي مراکزو کي د فریلانسینګ (آنلاین تجارت) پروګرام ته هم ځای ورکړي، چې اوس مهال یاد پروګرام په کابل ، کندهار، ننګرهار، هرات او کندوز ولایتونو کي جریان لري او ډیر ژر به د هیواد (١٨) ولایتونو ته د یاد پروګرام پروسه وغځېږي. 

 د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) مسؤل Harald Mannhardt د ځوانانو د کارموندنې او تعلیم  په برخه کي د ځوانانو معنیت کارونه او هڅې وستايلې او د ځوانانو معنیت سره یي د ځوانانو د ظرفیت لوړونې او کار په برخه د همکاريو ژمنه وکړه.

۱۴۰۳/۲/۱۷ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۶ میلادي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه لسګونو تنو ځوانانو ته د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۳۲
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له اتمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د اتمې ناحیې د کارته نو سیمې اړوند د لوحو او اعلاناتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو مسئولینو سره وکتل

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل.
په دې. . .

BACK TO NEWS