د ځوانانو چارو معينيت سره د MTN مخابراتي شرکت له لوري د ۲۱ پايو کمپيوټرونو مرسته وشوه

wali_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۰:۳۵
د ځوانانو چارو معينيت سره د MTN مخابراتي شرکت له لوري د ۲۱ پايو کمپيوټرونو مرسته وشوه  تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ځوانانو چارو معينيت په هڅونه د MTN مخابراتي شرکت د ځوانانو د اقتصادي پياوړتيا او ظرفيت لوړونې لپاره د فريلانسنګ عمومي مرکز سره د ۲۱ پايو کمپيوټرونو او د نهو مياشتو لپاره د استادانو د معاشاتو د اجرا کولو مرسته وکړه. د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد يونس راشد د MTN مخابراتي شرکت څخه د يادو مرستو له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چې له دې مرستو څخه به د ځوانانو د اقتصادي پياوړتيا په

 

تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ځوانانو چارو معينيت په هڅونه د MTN مخابراتي شرکت د ځوانانو د اقتصادي پياوړتيا او ظرفيت لوړونې لپاره د فريلانسنګ عمومي مرکز سره د ۲۱ پايو کمپيوټرونو او د نهو مياشتو لپاره د استادانو د معاشاتو د اجرا کولو مرسته وکړه.
د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد يونس راشد د MTN مخابراتي شرکت څخه د يادو مرستو له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چې له دې مرستو څخه به د ځوانانو د اقتصادي پياوړتيا په برخه کې کار واخیستل شي، تر څو ځوانان وکولی شي خپلې اقتصادي ستونزې د انلاین  کار څخه په استفادې حل کړي.
د MTN مخابراتي شرکت مشر Dunstan Ayodele Stober  د افغان ځوانانو لپاره د ځوانانو چارو معينيت هڅې وستايلې او ژمنه يې وکړه چې د ځوانانو چارو معينيت سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
۱۴۴۴/۱۱/۲۵ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۲۴ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS