د ځوانانو چارو آمر د نهر چمن ښوونيز مرکز څخه څارنه ترسره کړه

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۲:۶
…

پنج‌شنبه (۳۰ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو آمر مولوي عین الدين مطمئن د تالقان ښار د نهرچمن له ښوونيز مرکز څخه څارنه ترسره کړه، او په زده کوونکو يې ټينګار وکړ، چې له فرصت څخه ګټه واخلي.
 
ښاغلي مطمئن ځوانان د هېواد متحرکه قوه او ابادوونکي وبلل، او تعليم او تحصيل يې د انساني او اسلامي ټولنې ضروت ياد کړ، په دې ښوونيز مرکز کې له عصري الکترونيکي وسايلو څخه استفاده کيږي، چې د زده کوونکو درسي صنفونه په پروجکتور، کمپيوټر او انټرنټ سره سنبال دي.
  
د يادونې وړ ده، چې د تخار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په مرکز تالقان ښار کې په مناسبو ساحو کې په ازمايښتي ډول درې ښوونيز مرکزونه  فعال کړي دي، چې د شپږو درسي صنفونو په درلودو سره پکښې شاوخوا ۱۲۰ تنه ځوانان په زده کړو بوخت دي.
 
۱۴۰۳/۲/۲۰ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۹  میلادي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS