د ځوانانو چارو آمریت له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه تر سره کړه

wali_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۲:۱۲
د ځوانانو چارو آمریت له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه تر سره کړه

 

تېره ورځ (۱۴۴۵/۳/۱۱ هـ ق) د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له لوري د یاد ولایت له ځوانانو سره د همغږۍ غونډه تر سره کړه.
په یاده غونډه کې د ځوانانو چارو آمر مولوي اغا صاحب، د ځوانانو د همغږۍ مدیر قاري قدرت الله تسل، زده کړیالانو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم په څو مبارکو آیاتونو سره پيل شوه، ورپسې د ځوانانو چارو آمر مولوي اغا صاحب له راغلو ځوانانو څخه مننه وکړه او ویې ویل: موږ د ځوانانو خادمان یو او همېش به د ځوانانو لپاره چوپړ کوو او د زده کړو زمينه به ورته چمتو کوو.
ورپسې د همغږۍ مدیر قاري تسل په خپلو خبرو کې وویل: د ځوانانو راټولولو او د منسجمولو لپاره به موږ خپل مسؤلیت سرته رسوو او د ځوانانو او نوي کهول د همغږي کولو لپاره به داسې پروګرامونه جوړ کړو چې په اوسني وخت کې ورته ځوانان اړتیا ولري.
همدارنګه راغلو ځوانانو په خپلو خبرو کې وویل: موږ د ځوانانو چارو له آمریت سره تل همغږي یو او هر وخت به یې په راسپارل شویو چارو کې مرسته کوو او تر خپل وس او توان پورې یې مرستي ته تیار یو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د رسنیو له مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست او غور ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو د رسنیو له مسولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

هلمند کې (د مطالعې ارزښت) په نوم یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او الرباط فکري او فرهنکي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز لښکرګاه عامه کتابتون کې (د مطالعې ارزښت) په نوم ګڼ شمېر زده کوونکو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۵۲
Background image

له وړیا ښوونیزو مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو اړوند وړیا ښوونیز مرکزونو څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول.
په دې اړه جوړه شویو غونډو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

BACK TO NEWS