د ځوانانو د ظرفیت لوړولو په موخه د ښوونیزو مرکزونو سره د همکارۍ تړون لاسلیک شو
د پروان او بامیانو ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو لخوا د ځوانانو د ظرفیت لوړولو په موخه د ښوونیزو مرکزونو سره د همکارۍ تړون لاسلیک شو.
تېره ورځ د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست او نیایش ښوونیز مرکز د پروان مرکز چاریکارو کې د بې وزله ځوانانو لپاره په فیس کې د تخفیف تړون لاسلیک شو.
د یاد تړون له مخې به د پروان هغه بې وزله ځوانان چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو مدیریت له لوري یاد ښوونیز مرکز ته ورپيژندل کیږي، په فیس کې به پنځوس سلنه تخفیف ورکول کیږي.
په ورته وخت کې د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د ځوانانو د ظرفیت لوړولو په موخه د داوطلبو رضاکار استادانو سره هم تفاهم لاسلیک کړ.
همدا راز د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو د عمومي مديریت، لخوا د ځوانانو د ظرفيت د لوړولو لپاره وړيا ښونیزو مرکزونه هم جوړ شوي دی.
۱۴۴۴/۱۰/۱۹ هـ ق
۱۴۰۲/۲/۱۹ هـ ش
