د ځوانانوچارو معینیت د (۶۰) خصوصي پوهنتونونو او صحي علومو انسټیټيوټونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړه
تېره ورځ د اطلاعاتو او کلتور وزرات د ځوانانو چارو معینیت له لوري د یوې غونډي په ترڅ کي د یوشمېر خصوصي پوهنتونونو او صحي علومو انسټیټيوټونو سره د محصلینو لپاره د تخفیف هو کړه لیکونه لاسلیک کړه، چې ددغه هوکړه لیکونو په اساس به زرګونه ځوانان په بیلابیلو پوهنځیو کې په زیات تخفیف سره خصوصي پوهنتونونو ته وروپیژندل شي.
د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد وویل: موږ په هېواد کې داسې ډیرځوانان لرو چي د ښه استعداد او پوهي خاوند وي، خو د مالي امکاناتو د نه شتون په سبب ډیر ځله د زده کړو څخه محروم پاتې کیږي، نو موږ ته لازمه ده چې تر خپل وس پورې د دوی لاس نیوی وکړو.
ښاغلي راشد همدا راز وویل: چي ډیر ژر به په یادو خصوصي پوهنتونونو کې د فریلانسینګ مراکز پرانیستل شي چي محصلین به د زده کړو ترڅنګ ښه عواید هم تر لاسه کوي .
د غونډي په وروستۍ برخه کي د خصوصي پوهنتونونو او صحي علومو انسټیټيوټونو مسؤلينو او استازو د ځوانانو چارو معینت څخه مننه وکړه او د همکارۍ ډاډ یي ورکړ.
د یادونې وړ ده چې تېر کال هم د ځوانانو چارو معینیت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي وه، چې زیات شمېر ځوانان د یاد چانس څخه برخمن دي او یاده پروسه اوس هم جریان لري.
۱۴۴۵/۷/۲۷ ھ ق
۱۴۰۲/۱۱/۱۸ ھ ل
