د پکتیکا عمومي کتابتون سره د کتابونو مرسته وشوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۱:۳
ییی

د پکتیکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند عمومي کتابتون سره د علومو اکاډمۍ له لوري د ديني، کلتوري او نورو بېلابېلو برخو لسګونه ټوکه کتابونو مرسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا محمد آمین حذیفه وویل: د دې کتابونو له راوړلو څخه یې موخه د عمومي کتابتون له ننني دور سره په سمو کتابونو غني کول، د کتاب لوستنې دود پیاوړتیا او کتاب لوستنې ته د خلکو هڅول دي. 
نوموړي زیاته کړه؛ ټول کتابونه او په ځانګړي ډول دیني کتابونه په بیا بیا لوستلو ارزي او باید ولوستل شي، ځکه کتاب لوستنه به مو په هغه څه پوه کړي، چې تر دې وړاندې پرې نه پوهېږو. 
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هلو ځلو د دې ولایت عمومي کتابتون لپاره زرګونه بېلا بېل ټوکه کتابونه له وزارت مقام څخه راوړل شوي، چې زده کوونکي او لوستونکي ترې ګټه پورته کوي.

۱۴۴۶/۸/۲۸ ق
۱۴۰۳/۱۲/۹ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS