د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست ګڼ شمېر بې وزله زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړې
د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ژمنیو رخصتیو څخه د سالمې ګټې اخیستنې په موخه ٧٠٠ تنو بې وزله زده کوونکو ته په وړیا او نیمه وړیا ډول د زده کړو یو کلن تړون د لاسلیک زمینه برابره کړې ده.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار وایي: په مرکز ګردېز او یو شمېر ولسوالیو کې بېلابېلو خصوصي ښوونیزو مرکزونو سره د هوکړه لیک له مخې یاد زده کوونکي په وړیا او نیمه وړیا ډول ورپېژندل شوي او په پام کې ده، چې دغه شمېر ١٥٠٠ تنو ته لوړ شي.
اسلام یار زیاته کړه، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمريت د ژمي په موسم کې ژمني وړیا کورسونه لري، چې دیني، اصلاحي، انګلیسي، ساینسي، کمپیوټر، املاء او خطاطي برخو کې په وړیا توګه زده کړې ورکول کېږي؛ همدارنګه یې له خصوصي ښوونیزو مرکزونو سره هوکړه کړې چې په وړیا او نیمه وړیا توګه به بې وزله زده کوونکي ورپېژندل کېږي چې اوسمهال یې شمېر ٧٠٠ تنو ته رسېږي، راتلونکي کې به دغه شمېر تر ١٥٠٠ تنو پورې ورسېږي.
۱۴۰۳/۱۰/۱۹ه ل
۱۴۴۶/۷/۷ هـ ق
