د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ژورنالیزم څانګې زده کړیالانو ته يو ورځنی سمینار ورکړل شو

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۰:۴۷
.....


تیره ورځ د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمريت له لوري د پکتیا پوهنتون سره د شوي هوکړه ليک پ اساس د ژبو او ادبياتو پوهنځۍ د ژورناليزم څانګې د څلورم ټولګي ۲۴ تنو زده کړيالانو ته د اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تشريح او توضيح يو ورځنی سيمينار ورکړل شو.

د سيمينار په پيل کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاضي ثواب جان اسلاميار د اطلاعاتو او رسنيو پر ارزښت خبرې وکړې، نوموړي وويل، اطلاعات د هر انسان اړتیا ده او رسنۍ د اطلاعاتو رسولو تر ټولو مهمه وسیله ده، غوره دا ده چې رسنۍ او خبریالان دغه مسؤلیت په ښه ډول ترسره کړي، تاسې ته مهم مسؤلیت درکړل شوی او دا مسؤلیت په صادقانه ډول ادا کړئ. 

ورپسې د اطلاعاتو آمر نیازالله اصیل ځاځي لخوا د یاد پوهنتون ژورناليزم څانګې زده کړیالانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشيح، فصلونو، مادو، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، د دغه قانون موخو، اهدافو او په دې قانون کې وضع شویو ممنوعیتونو، اطلاعاتو وړاندې کولو مراجعو او محدودیتونو په اړه تشریحي او روزنیز سمینار ورکړل شو.
تر دې مخکې هم د اطلاعاتو او کلتور ریاست د پکتیا پوهنتون ژورنالېزم څانګې څلورم ټولګي لسګونه تنه زده کړیالان د شوي هوکړه لیک له مخې سیمه ییزو خصوصي رسنیو ته د عملي زده کړو په موخه ورپيژندلي وو. 

۱۴۴۴/۱۱/۱۷ هـ ق 
۱۴۰۲/۳/۱۶ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS