د پکتيا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د ګلبڼ میاشتنۍ مشاعره ترسره شوه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱ - ۲۳:۷
....

تېره ورځ، د پکتيا اطلاعاتو او فرهنګ رياست د هنر او فرهنګ آمریت له لورې د ګلبڼ مياشتنۍ مشاعره ترسره شوه.
د مشاعرې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس قاضي ثواب جان اسلام يار وویل، چې دا ډول ادبي او فرهنګي ناستې د ځوانانو، شعر مينوالو او شاعرانو لپاره يو ښه فرصت دی، پا داسې کړنو، ادبي او فرهنګي فعاليتونه لا پياوړي او ژوندي ساتل کیږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د هنر او فرهنګ آمر عقل خان وهاج، بيا د ګلبڼ مياشتنۍ مشاعرې پر ارزښت خبرې وکړې، او له شاعرانو او فرهنګپالو څخه يې وغوښتل، چې په مشاعرو کې ګډون وکړي.
بل خوا بيا شاعرانو او فرهنګپالانو دا ډول مشاعرې او ادبي ناستې اړينې و بللې، او ويې ويل په يادو کړنو  سره فرهنګي هڅې لا غوړېږي.
په دغه مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو، ځوانانو او د شعر مينوالو ګډون درلود، چې خپل ترتيب شوي شعرونه يې د مشاعرې ګډونوالو ته واورول.
ګلبڼ مشاعره هره مياشت د یاد ولايت اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لورې ترسره کېږي، چې ګڼ شمېر شاعران، ځوانان او د شعر مينوال پکې ګډون کوي.
۱۴۰۱/۱۱/۳۰ هـ ش
۱۴۴۴/۷/۲۸ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS