د پنجشېر په عنابه ولسوالۍ کې د لوحو او تابلوګانو څارنه ترسره شوه
نن سه شنبه (۲۸ د جمادي الاول ۱۴۴۵) د پنجشېر ولايت په عنابه ولسوالۍ کې د لوحو او تابلوګانو د اصلاح کمېټې له لوري سلګونه لوحې او تابلوګانې وڅارل شوې.
د يادې کمېټې او د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولانا نصرالله ملکزاده وويل: نن ورځ يې د پنجشېر ولايت په عنابه ولسوالۍ کې د لوحو او تابلوګانو د کمېټې له نورو غړو سره په ګډه څارنه ترسره کړه، د نوموړي په وينا؛ دوکاندارانو او د مختلفو صنفونو مسؤلينو سره د ليدنې په ترڅ کې په اخطاريه شکل ويلي چې د خپلو دوکانونو او تجارتونو لوحې او تابلوګانې د بهرنيو کلمو څخه پاکې او د يادې کمېټې د طرزالعمل سره سم برابرې کړي، د سرغړونې په صورته کې به ورسره قانوني چلند وشي.
ښاغلي ملکزاده زياته کړه؛ اسلامي امارت په ټول هېواد کې د لوحو او تابلوګانو د اصلاح د کمېټو په جوړولو سره وښوده چې د افغانستان اصلي کلتور ته ژمن او وفادار دی.
د يادونې وړ ده چې يادې کمېټې تېره ورځ د پنجشېر ولايت په مرکز بازارک کې هم د لوحو او تابلوګانو څخه څارنه کړې وه.
