د پلحصار ولسوالۍ له ځوانانو سره ناسته وشوه

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۹:۴۸
sadf

د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د دې ولایت د پلحصار ولسوالۍ د رضاکاره ځوانانو ټولنې له غړو سره ناسته وکړه او د ځوانانو د فکري ودې، سالم پرمختګ، تعلیمي او تحصیلي برخو کې هغوی ته د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو او نورو موضوعاتو په اړه يې خبرې وکړې.
په ناسته کې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي ټينګار وکړ، چې د دې ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې کوي، ترڅو د ځوانانو فکري وړتیا پراخه کړي، د ژوند په چارو کې ورته د سالم پرمختګ زمینه برابره او د تعلیمي او تحصیلې بنسټونو سره د شوې هوکړې له مخې په وړیا او تخفیف سره د زده کړو فرصت برابر کړي.
ښاغلي هاشمي وویل: سربیره پر دې په ټول توان سره به د ځوانانو د ښې راتلونکې لپاره هڅې کوي، د ځوانانو تر منځ د مطالعې دود پياوړي کولو، سالم رقابت رامنځته کولو او د خپلو اسلافو له تاریخ د خبراوي په موخه ګڼ پروګرامونه په راروان ۱۴۰۴ کال کې په پام کې لري.
ځوانانو او ویناوالو له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د مننې ترڅنګ وویل: د ځوانانو د علمي او فکـري وړتیا لوړولو په موخه هغوی ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځ ته کول، د وړیا ژمنیو کورسونو دایرول او له تحصیلې بنسټونو سره د تخفیف او همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليکول مهم ګام دی او هیله یې څرګنده کړه، ترڅو په راتلونکې کې دې ته ورته نور پروګرامونه هم په لاره واچوي، چې له مخې یې ځوانانو ته هر اړخیزې اسانتیاوې رامنځ ته کیږي.

۱۴۴۶/۹/۱۶ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۶ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS