د پلازمینې په ګډون، یوشمېر ولایاتو کې د دوحې تړون دریمه کلیزه ولمانځل شوه
نن چهارشنبه د حوت لسمه، د دوحې تړون دریمه کلیزه د هیواد پلازمېنې په ګډون، په یوشمېر ولایتونو کې د دوحې تړون د لاسلیک دریمه کلیزه ولمانځل شوه.
د غه ورځ پلازمینه کابل کې د ارګ د غونډو تالار کې او د پکتیا، بغلان، نیمروز، لوګر، غزنی، بامیان، ننګرهار او.... ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو لخوا په شانداره مراسمو سره ولمانځل شوه.
غونډو کې دولتي مسؤلینو، علماوو، د مکاتبو او پوهنتونو استاذانو، محصلینو او عامو ولسي خلکو ګډون درلود.
په یادو مراسمو کې د ګډونوالو لخوا د دوحې تړون د افغانستان په تاریخ کې بېسارې تاریخي توافقنامه یاده شوه، چې د اشغال د خاتمې او اسلامي نظام د پایښت برخه کې بنسټیز ګام بلل کیږي.
د دوی په خبره امریکا او متحدین یې د اسلامي امارت په مشري د مجاهدینو کلک مقاومت، بېسارو قربانیو او د افغان ولس قوي ملاتړ اړ کړل، چې د مذاکراتو مېز ته کښېني.
په غونډو کې دا هم وویل شول، چې اسلامي امارت د خپلې اسلامي وجیبې له مخې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شوی دی، امریکا او ټلواله دې هم تړون ته ژمن واوسي، ناروا بندیزونه دې ختم کړي، د افغانستان اسلامي امارت دي په رسمیت وپېژني او د افغانانو کنګل شوي پیسې دي ازادي کړي.
دوی وویل، لکه څنګه چې مو د جګړې او مبارزې ډګر کې بریا خپله کړه، اوس د دې وخت دی، چې د اسلامي نظام د ټینګښت، د افغانانو یووالي، د افغانستان اقتصادي پرمختګ، بیارغونه او هېوادوالو د خدمت په برخه کې هم بریمن شو.
۱۴۴۴/۸/۸ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۱۰ هـ ش
