د پروان د اطلاعاتو او کلتور ښوونیز مرکز څخه لسګونه تنه ځوانان فارغ شول
پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت وړیا ښوونيز مرکز څخه ٤٠ تنه ځوانان د یو میاشتني لومړنیو روغتيايي عملي روزنیز پروګرام څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي وویل: اسلامي امارت علم او پوهې ته زیات اهمیت ورکوي، ځکه چې علم د حریت او خپلواکۍ سبب کېږي.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه، نن ورځ زموږ هېواد د ځوانانو د مبارزې او جهاد په پایله کې سیاسي حریت او خپلواکي ترلاسه کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر د یاد پروګرام جوړولو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ویل: دغه پروګرام د یوې میاشتې لپاره د لومړنیو روغتیایي عملي زده کړې په موخه ۴۰ تنو ځوانانو ته جوړ شوی وو.
د ځوانانو په استازوالۍ عبدالربي خبرې وکړې او د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دغه پروګرام جوړولو څخه یې مننه وکړه او یاد پروګرام یې په بیړنیو حالتو کې د لومړینو روغتيايي مرستو ترسره کولو په برخه کې مهم یاد کړ.
۱۴۴۷/۲/۳۰
