د پروان د اطلاعاتو او کلتور رئیس خپلو کارمندانو ته د عالیقدر اميرالمومنین پیغام او توصیې واورولې

wali_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۸ - ۱۴:۵۵
د پروان د اطلاعاتو او کلتور رئیس خپلو کارمندانو ته د عالیقدر اميرالمومنین پیغام او توصیې واورولې

 

نن د یوې غونډې په ترڅ کې د پروان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی شمس الرحمن صدیقي د یاد ریاست له کارمندانو سره د عالیقدر اميرالمومنين پیغام او توصیې شریکې کړې.
ښاغلي صدیقي د ا.ا.ا رهبر یو عالم، مجاهد، مهربانه، خیرخواه او د اسلامي نظام او احکامو پابند شخصیت وباله.
نوموړي زیاته کړه، د ا.ا.ا رهبر وویل، ملکي او نظامي کارکوونکي باید شعارونه پرېږدي او په عمل کې د خپل هېواد ابادۍ ته کار وکړي.
عالیقدر امیرالمومنين د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو په ساتنې، د بدعاتو په مخنيوي او د رسول الله(صلی الله علیه و سلم) د سنتو په عملي کولو تاکيد وکړ، خلک یې يووالي، ورورولۍ او د یو بل منلو ته راوبلل او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له رهبرۍ او ولایتي رئیسانو یې وغوښتل چې د افغانستان د خلکو جهادي ارزښتونه د تاريخ په ډول ثبت کړي.

۱۴۴۴/۱۱/۲۹ هـ ق 
۱۴۰۲/۳/۲۸ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS