د پروان، پنجشير او کاپيسا خبريالانو زده کړې وکړې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۹:۱۸
د پروان، کاپيسا او د پنجشير خبريالانو  د رپوټ  او خبر ليکنې له زده کړې وروسته تصديق ليکونه ترلاسه کړل. د باختر اژانس خبريال د خبر له مخې؛  د دغو تصديق ليکونو د ويشلو په مراسمو کې  چې د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې پر ځاى شوى و، د پروان والي  فضل الدين عيار د خبريالانو او ژورناليستانو د مسووليتونو او مکلفيتونو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې خبريالان او ژورناليستان مسووليت لري چې د ټولنې حقيقتونه بيان کړي او د عامه ذهنونو د روښانه کولو په خاطر  هلې ځلې وکړي. د پروان والي د اطلاع رسونې او د ټولنې د پو

د پروان، کاپيسا او د پنجشير خبريالانو  د رپوټ  او خبر ليکنې له زده کړې وروسته تصديق ليکونه ترلاسه کړل.

د باختر اژانس خبريال د خبر له مخې؛  د دغو تصديق ليکونو د ويشلو په مراسمو کې  چې د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې پر ځاى شوى و، د پروان والي  فضل الدين عيار د خبريالانو او ژورناليستانو د مسووليتونو او مکلفيتونو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې خبريالان او ژورناليستان مسووليت لري چې د ټولنې حقيقتونه بيان کړي او د عامه ذهنونو د روښانه کولو په خاطر  هلې ځلې وکړي.

د پروان والي د اطلاع رسونې او د ټولنې د پوهاوي په لاره کې د خبريالانو هلې ځلې  وستايلې  او زياته يې کړه نن خبريالان هم  د امنيتي ځواکونو ترڅنګ د جګړې په لومړى ليکه کې دي او قرباني ورکوي او حکومت او خلک  دغه هلې ځلې ستايي .

وروسته د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر رحمت الله رحيمي  د دغه پروګرام د جوړولو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل  چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه رياست په همکارى د پروان، کاپيسا او پنجشير ولايتونو د خبريالانو د ظرفيتونو د لوړولو په خاطر د تحقيقي رپوټ او خبر ليکنې تر عنوان لاندې درې ورځنۍ روزنيز پروګرام جوړ کړى و چې د دغو ولايتونو ٤٠ تنو خبريالانو پکې ګډون کړي و .

کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۳۶
Background image

لغمان کې د سیرت النبي (ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او البرهان علمي او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ چې څه موده وړاندې د ۴۵۰ تنو ځوانانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې اعلان او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۹
Background image

ګڼ شمېر زده کوونکو ته د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست لخوا د دغه ریاست ښوونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو ته د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه چې د خوښیو، خفګان او حج او عمرې څخه د راستنیدو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۳
Background image

کندوز کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په ابادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم سیمینار ترسره شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو ریاست له لوري د کندوز ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د دغه ولایت، دشت‌ارچي ولسوالۍ اړوند د ملا قلي په سیمه کې (د اسلامي نظام په. . .

BACK TO NEWS