د يونیسف ادارې مسؤل د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو سره وکتل
نن چهار شنبه (۱۴۴۴/۱۱/۲۵ هـ ق) د شمال ختيځ زون لپاره د يونیسف ادارې مسؤل اوکتيف د سرپل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست له رئیس سره وکتل.
د يونیسف ادارې مسؤل د اطلاعاتو او کلتور رياست له همکاريو مننه وکړه.
ورپسې د سرپل د اطلاعاتو آمر ایام الدين يولداش، په سرپل ولايت او ټول هېواد کې د يونیسف ادارې له ترسره کړيو کارونو څخه مننه وکړه او له يادې ادارې څخه يې وغوښتل، چې په سرپل ولایت کې ځوانانو ته روزنيزې برنامې پيل کړي.
د يادې ادارې مسؤل، د ځوانانو چارو مديريت سره د روزنيزو برنامو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
۱۴۴۴/۱۱/۲۵ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۲۴ هـ ش
