د ولاياتو په کچه د مطالعې د ارزښت لپاره تشويقي پروګرامونه جوړېږي
سه شنبه ( ۱۹ د محرم الحرام ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معينيت اړوند د عامه کتابتونونو رياست لخوا په کابل کې جوړ شوی د ( کابل کتاب) فسټيوال نن وروستۍ ورځ وه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي الحاج ملا خيرالله خیرخواه، د ځوانانو چارو معين مولوي محمد یونس راشد، د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ مشرې اغلې روزا اوتنبایو، د بهرنيو هیوادونو سفيرانو، د ملي او نړيوالو مؤسسو او بنسټونو مشرانو، د وزارت رئيسانو، لیکوالانو، د خپرندويه ټولنو غړو او ګڼ شمېر ځوانانو او ماشومانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور وزير الحاج ملا خيرالله خيرخواه وویل: د کتاب مطالعه د انسان د ذهن آرامولو او ودې مهمه وسيله ده، اوس د دې اړتيا ده، چې ټول لاسونه سره ورکړي او په افغانستان کې د مطالعې کلتور د ترويج او د ذهنونو د اصلاح او روښانولو لپاره هڅې وکړي او راتلونکي نسل له بدبختيو څخه وژغوري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د امکاناتو په پام کې نيولو سره په هېواد کې د مطالعې کلتور ترويج او د کتابتونونو جوړولو، کتاب لوستلو ته د ځوانانو او ماشومانو هڅولو، د ليکوالانو او ناشرانو ملاتړ او اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی، د ولاياتو په کچه به د مطالعې د ارزښت زياتېدو لپاره تشويقي پروګرامونه جوړېږي او دغه راز له ملي او نړيوالو سازمانونو څخه يې وغوښتل، چې په دغو برخو کې دې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره همکاري وکړي.
همدا رنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين مولوي محمد يونس راشد، کتاب او مطالعه د علمي کچې د ارتقا او لوړولو يوازېنۍ لاره وبلله او له نړيوالو سازمانونو او بنسټونو څخه يې وغوښتل چې د نورو برخو ترڅنګ، په کلتوري او تعليمي برخو کې هم له افغانستان سره مرسته وکړي او د هېواد په ناحيو او ولسواليو کې د ځوانانو لپاره د کتابتونونو په جوړولو او تجهيز کې همکاري وکړي.
د غونډې په پای کې د اطلاعاتو او کلتور د وزیر او نورو مسئولینو له لوري، پر یو شمېر یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو چمتو شوې ډالۍ ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده، چې دعامه کتابتونونو رياست له لوري به د پنجشنبې په ورځ (د روان کال د چنګاښ په ۲۶مه) د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د کتاب یو ورځنی نندارتون هم جوړ شي.
۱۴۰۴/۴/۲۴ هـ ل
