د وزارت مقام د دفتر رئيس د سرپل او فارياب ولايتونو له اطلاعاتو او کلتور رياستونو څخه لیدنه وکړه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۲:۰
مخرث

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقام د دفتر رئيس مولوي احسان الله حسان او ورسره مل پلاوي د سرپل او فارياب ولايتونو له اطلاعاتو او کلتور رياستونو څخه لیدنه وکړه.
د فاریاب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئیس مولوي شمس الحق محمدي او د سرپل ولايت داطلاعاتو او کلتور رياست رئيس ملا عبدالغفار حقنما د خپلو اړوندو رياستونو د فعاليتونو په تړاو د مقام د دفتر رئيس سره معلومات شريک کړل.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دفتر رئيس مولوي احسان الله حسان خلکو ته د ښو خدمتونو په وړاندې کولو، د افغاني کلتور په ساتنه، دتاريخي ابداتو او ودانيو په ساتنه، د ځوانانو د فکري انحراف په مخنيوي، د کتاب لوستنې د پراختیا او دود کولو او د سالمو رسنيزو پروګرامونو په ترويج ټينګار وکړ. 
نوموړي همدا راز مامورین وهڅول، چې خپل مسوولیتونه په جدي توګه سرته ورسوي او د خدمتونو د لا ښه والي په موخه یې لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

۱۴۴۶/۴/۲۷ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۹ هـ ل

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

روزګان کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ پیاوړتیا، د ځوان نسل فکري روزنې او د کتاب ارزښت ته د لا ډېرې پاملرنې په موخه د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۴۶
Background image

په سانچارک ولسوالۍ کې یو باب عامه کتابتون جوړېږي

د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سانچارک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال، د دې ولسوالۍ اړوند په تکزار کلي کې د یوه معیاري عامه کتابتون د جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت کړه او په رسمي توګه یې. . .

BACK TO NEWS