د هېواد په يو شمير ولايتونو کې د کتاب اونۍ ولمانځل شوه

wali_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۱۲:۱۳
د هېواد په يو شمير ولايتونو کې د کتاب اونۍ ولمانځل شوه


تېره ورځ په جوزجان، فارياب او سرپل ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له لوري د کتاب اونۍ د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
جوزجان ولايت کې د کتاب اونۍ په پار د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ارشاد، حج او اوقافو او معارف رياستونو په همکارۍ د جوزجان محبس محبوسينو ته د تلاوت او مطالعې په موخه د ۵۰۰ جلده قرانکريمونو په شمول، زر جلده کتابونه ووېشل شول.
همدا ډول په فارياب ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د کتاب اونۍ په پار د کتاب نندارتون جوړ او د نندارتون د پرانستې پرمهال د امير‌المومنين شهيد ملا اختر محمد منصور د اووم تلين په پار د قرانکريم ختم ترسره شو.
د فارياب والي داملا محمد شعيب رسالت د اميرالمومنين شهيد ملا اختر محمد منصور د ژوند او اسلامي امارت ته د ترسره کړو خدمتونو په اړه معلومات ورکړل، نوموړي د فارياب له اوسيدونکو په ځانګړي ډول له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چې اوسنی نظام او په هېواد حاکمه ډاډمنه فضا يو فرصت وبولي، مطالعې ته مخه کړي او ځانونه د علم په ګاڼه سنبال کړي.
 همدارنګه د سرپل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د کتاب اونۍ په عامه کتابتون کې د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځله، چې د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رياست د مسؤلينو ترڅنګ د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو او کارمندانو ګڼ شمېر فرهنګپالو، شاعرانو او ځوانانو هم شتون درلود.
د غونډې ګډونوالو په خپل نوبت سره د کتاب او مطالعې په ارزښت خبرې وکړې او له ځوانانو يې غوښتنه وکړه، چې خپل ډېر وخت مطالعې ته ځانګړی کړي.

۱۴۴۴/۱۱/۳ هـ ق
۱۴۰۲/۳/۲ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS