د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه
نن چهار شنبه ۱۴۴۴/۱۰/۱۳ هـ ق د هېواد په مرکز، ننګرهار، پکتیا، لوګر، پنجشیر، جوزجان، هلمند، لغمان، بغلان، نیمروز، سمنګان، دايکندي، غور، سرپل او زابل ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
چې پکې د ولایتي ادارو استازو، ځوانانو، علماوو، خبریالانو، د صوتي او ویډیویي رسنیو مسؤلینو ګډون کړی و.
د رسنیو مسؤلینو وویل، چې د اسلامي امارت تر راتګ وروسته د دوی ستوزې کمې شوې دي او اطلاعاتو ته لاسرسی تر پخوا په هر ولایت کې ښه شوی دی، د هېواد په ټولو ولایتونو کې خبریالان او رسنۍ له هر اړخه د خوندیتوب او امن احساس کوي.
د هېواد په ټولو ولایتونو کې داطلاعاتو او کلتور ریاستونو لخوا، د رسنیو مسؤلینو ته ډاډ ورکړل شو چې په راتلونکې کې به رسنیو ته په بیلابیلو کاري او مطبوعاتي برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.
همدا راز د اطلاعاتو او کلتور رئیسانو د هېواد په کچه د رسنیو څخه وغوښتل چې باید د دیني، کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپلې خپرونې ترسره کړي.
