د هېواد يو شمېر ولايتونو کې د لوحو او تابلوګانو د سمونې کمېټو کار پيل او څارنه ترسره کړه
تېره ورځ د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د لوحو او تابلوګانو د سمونې کمېټو په کار پيل او ځينو ولايتونو کې د کمېټو له لوري د لوحو، تابلوګانو او تبليغاتي اعلاناتو څارنه ترسره شوه.
د ننګرهار او بادغيس ولايتونو د اطلاعاتو او کلتور رئيسانو په مشرۍ د رياست الوزرا د فرمان له مخې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جوړ شوي طرزالعمل په اساس د لوحو او تابلوګانو د سمونې کمېټو په کار پيل او د کمېټو د غړو ادارو د استازو په شتون کې يې لوړنۍ ناستې ترسره کړې.
همدا ډول په بدخشان او نيمروز ولايتونو کې د لوحو او تابلوګانو د سمونې کمېټو غړو د ښار او ځينو ولسواليو له لوحو، تابلوګانو او تبليغاتي اعلاناتو څخه څارنه ترسره کړه.
۱۴۴۵/۶/۶ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۲۸ هـ ش
