د هېواد د پرمختګ لپاره په ځوان نسل باندې پانګونه مهمه ده
شنبه ( ۱۴ د محرم الحرام ۱۴۴۶ ) د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي نصرالله ملک زاده په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر ځوانانو سره وکتل.
مولوي ملک زاده تعليم يافته ځوانان د افغانستان اصلي سرمایه وبلله او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت په علمي برخه کې د هېواد د ځوانانو د ودې او پرمختګ لپاره ګټورې او بنيادي برنامې لري، نوموړي زياته کړه، د يوه هېواد د پرمختګ لپاره ځوان نسل باندې پانګونه ډېره مهمه ده، د افغانستان اسلامي امارت د خپلې پاليسۍ سره سم ژمن دی، چې په هېواد کې دننه او بهر ځوانانو ته تعليمي زمينه برابره کړي.
په ياده غونډه کې ځوانانو د علم د خپرولو په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت له فعالیتونو مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ چې د اسلامي نظام ملاتړ ته ژمن دي.
د يادونې وړده، چې د پنجشیر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، چې د ځوانانو ملاتړ وکړي او ستونزې او سپارښتنې يې واوري.
۱۴۰۳/۴/۳۱ ھ ل
۲۰۲۴/۷/۲۱ ميلادي
