د هېواد د خپلواکۍ د ورځو (د زمري ۲۴ مې او ۲۸ مې) په مناسبت د کتابونو مخکتنې مراسم ترسره شول
دوشنبه (٥ د ربیع الاول ١٤٤٨) د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر ښاغلي شیخ صاحب شیراحمد حقاني په شتون کې د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د (یهودو دسیسې او البیعت والطاعت فی الاسلام کتابونو) مخکتنې مراسم ترسره شول.
په دې مراسمو کې د وزیر صاحب ترڅنګ، د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرکزي ریاستونو رئیسانو، د امارتي ادارو استازو، لیکوالانو، فرهنګیانو، څېړونکو، ادیبانو، ځوانانو، د رسنیو استازو او خبریالانو ګډون کړی و.
د مراسمو په پیل کې، د قرآن کریم لیکلو او بیهقي د کتاب خپرولو ریاست اړوند د کلنۍ آمر مولوي محمد طاهر عزیزي د دې مخکتنې د جوړېدو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: په دغه مخکتنه کې به د بېلابېلو کتابونو د منځپانګې، علمي ارزښت او د چاپ اړتیا په اړه هر اړخیز بحثونه وشي. نوموړي زیاته کړه؛ چې کتاب لارښود او د تاریخ ساتونکی دی او همدارنګه اسلام د کتاب له لارې ساتل کېږي.
په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ صاحب شیراحمد حقاني وویل: له کتاب څخه ګټه اخیستل او په هغه کې له نغښتې پوهې او تجربو څخه برخمن کېدل ډېر ارزښت لري. انسان باید هڅه وکړي، چې د مطالعې له لارې خپله پوهه زیاته کړي او خپل ارزښتمن مطالب او موخې د کتاب او ګټورو لیکنو له لارې نورو ته ولېږدوي.
ښاغلي حقاني له لیکوالانو څخه وغوښتل چې د خپلو اثارو د لیکلو پر مهال ګټورې او اړینې موضوعګانې وټاکي، ترڅو خلک ترې ګټه واخلي. نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې له کتاب خپرونکو، کتاب پلورونکو، ادیبانو او لیکوالانو سره به هر اړخیزه همکاري ترسره شي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره به لا ډېرې هڅې وشي. همدارنګه یې زیاته کړه؛ چې جهادي اثار او لیکنې به راټولې، خوندي او چاپ شي، ترڅو راتلونکو نسلونو او مینهوالو ته ولېږدول شي.
د غونډې په لړ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي وویل: د کابل ماشینخانه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله) د هدایت له مخې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته سپارل شوې او د وزارت د پریکړې په اساس ماشین خانه د کتاب خپرونکو او کتاب پلورونکو لپاره ځانګړې شوې ده.
د نوموړي په وینا؛ لیکوالان، ځوانان او د قلم خاوندان هم باید د مطالعې او کتاب لوستنې د فرهنګ په وده کې خپله ونډه واخلي، ځکه زموږ ټولنه کتاب، مطالعې او لیکوالۍ ته جدي اړتیا لري.
د خپرونو چارو معین له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د دې برخې د لا پیاوړتیا لپاره خپلې نظریې، وړاندیزونه او مشورې له مسوولینو سره شریکې کړي.
وروسته محمد رفیق سجستاني، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د تخنیکي او طبیعي علومو مرستیال مولوي امیرجان ثاقب، د عامې روغتیا وزارت د جوازونو د صادرولو رئیس قاضي پامیر صاحبزاده، د دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیفالله حکیمي او د لوړو زدهکړو وزارت سلاکار مفتي محمودالحسن محمود د کتاب د اهمیت او ارزښت، د کتاب د منځپانګې، علمي اثارو، د سرچینو او مراجعو د یادولو، منظم جوړښت، موضوع، سریزې، اصلي منځپانګې او پایلې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د دې پروګرام په پای کې «د یهودو دسیسې» او «البیعت والطاعت فیالاسلام» کتابونه هم معرفي او مخکتنه یې وشوه. په دې برخه کې ویناوالو د کتابونو د منځپانګې، د لیکلو موخې، د علمي او څېړنیزو اثارو د مطالعې او ترې د ګټې اخیستنې د ارزښت په اړه خبرې وکړې.
١٤٠٥/٥/٢٦ ه ل
