د هېواد د تاریخي آثارو ساتنه او بیارغونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لومړیتوبونو څخه دي

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۲۲:۲۴
...

د سه شنبې په ورځ (۳ محرم ١٤٤٦) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر محترم ملا خیرالله خیرخواه د آغا خان بنسټ د فرهنګي څانګې له رئیس انجینر اجمل میوندي سره په خپل دفتر کې وکتل. 

په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیر وویل، د هېواد تاریخي زېرمې د افغانانو د لرغوني تاریخ، مستند فرهنګ او ملي هویت استازیتوب کوي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د هغو بنسټونو ترمنځ چې هېواد کې د تاریخي زیرمو ساتنه او بیارغونه کې فعالې دي، د همغږۍ پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ. 

ورپسې په افغانستان کې د آغا خان د فرهنګي خدمتونو رئیس انجینر اجمل میوندي د اطلاعاتو او کلتور وزارت محترم وزیر ته د دغې موسسې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې دغې موسسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼې پروژې بشپړې کړي دي چې دا  مهال په غزني ولایت کې د باباجي جومات د بنسټیزې بیارغونې او د کابل په بالاحصار کې د یوه لرغوني پارک د جوړولو پروژه، د کابل سیند شا او خوا د چاپېريال تغیرول چې په ماشین خانه باندې هم مشهور دئ، د هرات د جومات د پنځمې منارې  پياوړتيا، د هرات د جامع جومات د برجونو د پياوړتيا او په دغه ولايت کې د وروستۍ زلزلې له امله د خواجه عبدالله انصاري د زيارت د چتونو د ترميم او پياوړتيا او په لوګر کې د عینک د مسو د لرغونو آثارو د ساتنې لپاره بیړني اقدامات روان دي. 

په اخر کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير ملا خيرالله خيرخواه د هېواد د تاريخي ابداتو د ساتنې او بيارغونې په برخه کې د آغاخان بنسټ د فرهنګي څانګې د فعاليتونو ستاينه وکړه. 

۱۴۰۳/۴/۱۹ ھ ش 

۲۰۲۴/۷/۹ میلادی

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د رهبرۍ اړوند لس ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

چهارشنبه( ۲ د جمادی الثاني ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معینیت د کارکوونکو چارو ریاست اړوند د ادارې د پراختيا او ظرفیت لوړونې آمریت له‌خوا د رهبرۍ تر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۰:۴۳
Background image

د رسنيو له مسؤلینو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه 

په لغمان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو د بېلابېلو رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د لغمان والي شیخ شیراحمد حقاني سره وکتل، په دې ناسته کې د ختیځ زون د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۶:۰
Background image

فاریاب کې د ځوانانو له روزنیز مرکز څخه سلګونه ځوانان فارغ شول

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت اړوند د وړیا روزنیز مرکز څخه ۳۷۰ تنه ځوانان د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. يادو فارغانو د کمپیوټر، انګلیسي ژبې، وېب. . .

BACK TO NEWS