د هيواد په ګن شمېر ولايتونو کې د خبریالانو ملي ورځ ولمانځل شوه
یکشنبه (۷ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د بغلان، کاپيسا، فارياب، هرات، غور او يو شمېر نورو ولايتونو د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له لوري د خبریالانو ملي ورځ ولمانځل شوه، چې د واليانو سربیره د اطلاعاتو او کلتور رياستونو مسؤلينو، د خبريالانو ملاتړو ټولنو غړو، خبريالانو، د رسنیو کارکوونکو او د دولتي ادارو ویاندویانو پکې برخه لرله.
خبريالان د ټولنې مهم قشر دی، چې د خلکو او دولت ترمنځه د ارتباطي پل حيثيت لري، د ټولنې ستونزې او غږ تر دولت رسوي او د دولتي ادارو لاسته راوړنې او پرمختګونه تر ولسونو رسوي.
هر کال د حوت مياشتې ۲۷ مه نېټه چې د خبريالانو د ملي ورځې په نوم نومول شوې ده، په هيواد کې د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او ولايتي رياستونو له لوري لمانځل کیږي.
