د هنر او کلتور معین په مشرۍ د لرغون پېژندنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د لرغون پېژندنې کمېټې او د یاد معینت اړوند د لرغون پېژندنې او تاریخي آبداتو ریاستونو استازو په شتون کې نوبتي ناسته ترسره شوه.
په پیل کې د ناستې ګډونوالو په اروزګان ولایت کې د تر لاسه شویو یو شمېر تاریخي آثارو پر تثبیت او څرنګوالي او همدا راز په کابل ښار کې د بابر بڼ، چهلستون بڼ، تېمور شاهي بڼ او یو شمېر نورو تاریخي او تفریحي بڼونو د ساتنې، همدارنګه مېله والو ته د اسانتیاو په برابرولو بحث وکړ.
ورپسې د لرغون پېژندنې رئیس ذبیح الله سادات د هېواد په لودیځ کې د ټاپي پروژې د نل لیکي له تېرېدونکو سیمو څخه تر سره شوې سروې راپور مجلس ته وړاندې کړ.
۱۴۴۶/۸/۲۵ هـ. س
۱۴۰۳/۱۲/۶ هـ. ل
