د هنر او کلتور د معین په مشرۍ د ژبو عالي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۹:۵۴
...

دوشنبه( ۲۰ د ربيع الاول ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر د معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د ژبو عالي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه، چې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو او د علومو اکاډمۍ د غړو تر څنګ د رسمي ژبو سربیره د هیواد د ميشتو ملیتونو او قومونو د شاوخوا دیرشو ژبو او لهجو استازو پکښې ګډون درلود.

ناسته کې د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د شورا له غړو د هېواد د ژبو د ودې او پراختیا له پاره د کار کولو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ د هېواد ټول قومونه او ژبې په نظام حق لري، چې ودې او بډاينې ته يې کار وکړي، ځکه ژبه د یو ملت او قوم  هویت او پېژندنه ده.

همدا راز ښاغلي عزیزي وویل: د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې د هېواد ټول قومونه او ټولې ژبې یو ډول دي، د همدې شورا له لارې باید د هېواد د ټولو ژبو علمي او کلتوري اړتیاوې را برسېره کړل شي، نوموړي ټينګار وکړ، چې په لومړي قدم کې د هیواد د علمي او تحصیلي مراکزو په مرسته یو علمي اثر او لارښود جوړ او چاپ شي، تر څو له نوو اړتیاوو سره سم نوی نسل د هیواد له محرومو ژبو او حالت څخه اګاه شي او معلومات ترلاسه کړي، چې کومې ژبې په کومو برخو کې کار ته اړتیا لري.

همدارنګه په غونډه کې د  ناستې په اجنډا د ټولو غړو له خوا علمي او هر اړخیز بحث او پرېکړې وشوې. 

۱۴۰۳/۷/۲  ھـ ل

۲۰۱۴/۹/۲۳ ميلادي

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۲۲
Background image

نورستان کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه 

د نورستان اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري د عامه کتابتون په انګړ کې شپنۍ مشاعره ترسره شوه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو ترڅنګ ګڼ شمېر شاعرانو، فرهنګیانو، لیکوالانو او د شعر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۹
Background image

د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري مرکز لښکرګاه ښار کې د هلمند سیند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.
په دې ستره ادبي او فرهنګي مشاعره کې د هلمند والي مولوي امان الدین منصور، د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۱:۴۶
Background image

د هنر او فرهنګ معين له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين مولوي عتيق الله عزيزي هرات ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له فرهنګيانو، خبريالانو او د تياتر له هنرمندانو سره ناسته وکړه.

ښاغلي عزيزي وويل:. . .

BACK TO NEWS