د هنر او فرهنګ معین په مشرۍ د فرهنګي ستراتېژۍ ارزونې ناسته وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۴
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق‌الله عزیزي په خپل کاري دفتر کې د وزارت له مسلکي کارکوونکو سره د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د چمتو کولو او پلي کېدو په اړه ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې، پیاوړتیا او ترویج پر مهمو موضوعاتو بحث وشو.
مولوي عزیزي وویل: د فرهنګي ستراتېژیک پلان جوړول د وزارت د فعالیتونو د لا ښې همغږۍ، موثریت او د ملي ارزښتونو د خوندیتوب لپاره یو مهم ګام دی.
نوموړي زیاته کړه؛ یاد پلان به د فرهنګي ارزښتونو د ودې، د تاریخي میراثونو د ساتنې او د فرهنګ او هنر د بنسټونو د استحکام لپاره یو منظم لوری وټاکي او د دې له لارې به وکولای شي، ټاکل شوي اهداف په مؤثره او اسانه توګه ترلاسه کړي.
د ناستې ګډونوالو د پلان د بېلابېلو برخو، لکه د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د ملي ژبې او ادبیاتو د پیاوړتیا، د هنري فعالیتونو د پراختیا او د فرهنګي ادارو د ملاتړ په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.
په پای کې د هنر او فرهنګ معین ټینګار وکړ، چې د دې ستراتېژیک پلان عملي کول به د هېواد د فرهنګي هویت د خوندي ساتنې او د فرهنګي شتمنیو د راتلونکو نسلونو ته د انتقال په برخه کې مهم رول ولوبوي.

۱۴۴۷/۵/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS