د هنر او فرهنګ معین د یوه پلاوي په ملتیا د بست تاریخي کلا څخه لیدنه وکړه

panah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۹:۹
....

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د اوسپنې پټلۍ ادارې د تخنیکي انجینرانو او د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسؤلینو په ملتیا د لښکرګاه ښار اړوند د بست تاریخي کلا څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي عزیزي د بست تاریخي کلا پر ارزښت او ساتنه خبرې وکړې او د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه، چې یادې تاریخي کلا ته یې ځانګړې پاملرنه کړې ده.
نوموړي د بست تاریخي کلا او ششک سیمو څخه په داسې مهال لیدنه وکړه، چې د ششک حفاظتي چارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې بشپړې شوې دي.
دغه راز د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي انجنیرانو د بست کلا څخه د لیدنې پرمهال وویل: د دې لیدنې څخه یې موخه د ریل پټلۍ د لیکې جوړیدو پرمهال د تاریخي ځایونو ساتنه ده، ترڅو تاریخي سیمې زیانمنې نشي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو ښاغلي عزیزي ته ډاډ ورکړ، چي په هلمند ولایت کي به ټولو تاریخي سیمو ته پاملرنه او ورڅخه به په جدي ډول ساتنه کوي. 

۱۴۴۷/۱/۲ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS