د هنر او فرهنګ معین د یونسکو سازمان کلتوري رئیس سره وکتل

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۵
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین ښاغلي مولوي عتیق الله عزیزي  د یونسکو سازمان کلتوري رئیس سره وکتل، چې په یاده ناسته کې د یونسکو سازمان رئیس برنډن او د جاپان هېواد د تاریخي او فرهنګي چارو کارپوه دوکتور یوموچي هم ګډون درلود. 
د هنر او فرهنګ معین  د یونسکو نړيوال سازمان او د جاپان هېواد له ګډو فرهنګي همکاریو او فعالیتونو څخه مننه او قدرداني وکړه او ويې ویل: د یونسکو فرهنګي برخه په افغانستان کې ګڼې تاریخي او فرهنګي پروژې تر کار لاندې لري، چې د افغانستان فرهنګي میراثونو د ساتنې او استحکام په برخه کې خورا ارزښتمنې دي. 
دغه راز ښاغلي مولوي عتیق الله عزیزي په خاص ډول د دوکتور یوموچي چې د فرهنګي میراثونو متخصص ده او په افغانستان کې له ډیرې مودې راهیسې د تاریخي او فرهنګي میراثونو د خوندیتوب او ودانولو هلې ځلې کوي قدرداني وکړه.   
په یاده ناسته کې ټینګار وشو، چې د افغانستان د تاریخي ساحو د ژغورنې، بیارغونې، د فرهنګي سیمینارونو تنظیم، د هنري پروګرامونو پراختیا او د کلتوري برخې د ظرفیت لوړولو په اړه ګټور ګامونه پورته کړل شي.

۱/۶/۱۴۴۷ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۹
Background image

سالنګ ولسوالۍ کې د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ پایلې اعلان شوې

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او همکارو ادارو په همکارۍ چې په سالنګ ولسوالۍ کې د ۸۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ﷺ) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوې وه، پایلې يې اعلان او مخکښ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۶
Background image

سرپل کې د کتاب او کتاب‌لوستنې د اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سرپل اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتاب او کتاب‌لوستنې د اوونۍ د لمانځنې په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو، چې پکې ګڼ شمېر فرهنګيانو، د مطالعې مینه‌والو او ځوانانو ګډون  کړی و.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د ټوریزم او هوټلدارۍ انسټیټیوټ او جرګه رسټورانټ ترمنځ د هوکړه لیک ترڅنګ زده کړیالانو یاد رسټورانټ ته علمي سفر وکړ

چهارشنبه د (۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۱۹مه) نېټه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت تر چتر لاندې د ګرځندوی د څېړنې او پراختیا ریاست اړوند د ټوریزم او هوټلدارۍ. . .

BACK TO NEWS