د هنر او فرهنګ د معين په مشرۍ د ژبو عالي شورا ناسته وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۲۷
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خلکو فرهنګ رياست په همغږۍ د هنر او فرهنګ د معين مولوي عتیق الله عزيزي په مشرۍ د ژبو عالي شورا ناسته وشوه.
د ناستې په پيل کې د هنر او فرهنګ معین د د ژبو د عالي شورا د ارزښت په اړه تفصیلي خبرې وکړې او ويې ویل: ژبه د یو ملت د کلتوري هویت بنسټ دی، هره ژبه نه یوازې د خلکو د افهام او تفهیم وسیله ده، بلکې د هغوی د تاریخ، کلتور، دین، دودونو او ارزښتونو فکري میراث هم ده، که ژبه وساتل شي، ملت ژوندی پاتې کیږي، موږ مکلف یو چې خپلې ژبې وساتو، او راتلونکو نسلونو ته یې د لا غښتلي علمي چوکاټ له لارې انتقال کړو.
ښاغلي عزيزي د محلي ژبو د خوندیتوب، د املا د اصلاح، د ژبنیو منابعو د راټولولو او معیاري کولو او د ملي هویت د پیاوړتیا په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې او ژمنه يې وکړه، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت به د ژبو د تنوع، ودې او پراخې علمي ارزونې لپاره عملي ګامونه پورته کوي.
همدا راز د خلکو فرهنګ ریاست رئیس حافظ سیف الرحمن محمدي د ژبو عالي شورا د تېرو ناستو راپور ګډونوالو ته وړاندې کړ، په راپور کې د ژبو د ساتنې، پراختیا او د ژبني میراث د ارزونې اړوند ترسره شوي اقدامات او لاسته راوړنې بیان شوې، چې ګډونوالو د شورا په تېرو کارونو مثبت نظر څرګند کړ.
همدا راز ناسته کې د ژبو پر اهمیت، د محلي ژبو د ساتنې، د ژبنیو موادو راټولولو، د معیاري املا د اصولو د تدوین او د ژبني هویت د خوندي ساتلو پر موضوعاتو بحثونه وشول او په پایله کې يې پريکړه وشوه، چې د اصلاحي املا اړوند علمي ـ تحقیقي سیمینارونه او ورکشاپونه به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جوړ شي، د ژبو د خوندیتوب او پراختیا لپاره به علمي کمېټې جوړې شي او د ولسي ژبو د لیکدود د معیاري کولو لپاره به څیړنې پیل شي.

۱۴۴۷/۴/۱۵ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS