د هلمند ښوونیز مرکز څخه په څلورمه دوره کې ګڼ شمېر ځوانان فارغ شول

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۵:۲۵
..

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند هلمند ښوونیز مرکز څخه په څلورمه دوره کې۱۹۰ تنه د کمپیوټر، عربي او انګلیسي ژبو شپږ میاشتنیو وړیا زده کړو څخه د یوې پراخې غونډې پر مهال فارغ شول.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي عبد الرحمن حذیفه، د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبد الباري راشد، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو، د اطلاعاتو او کلتور ریاست کارکوونکو، سلګونه تنه زده کوونکو او ګڼ شمېر عامو خلکو ګډون کړی وو.
د ځوانانو چارو آمر مولوي حیات الله یوسف له فارغ شوو زده کوونکو څخه مننه وکړه، چې خپل درسونه یې په پوره اخلاص سره تر دې ځایه را ورسول، ده له ټولو زده کوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې خپلې زده کړي تر نورو هم ورسوي، تر څو ټولنه کې د علم رڼا خپره شي.
نوموړي زیاته کړه؛ په هلمند ښوونیز مرکز کې زده کوونکو ته مجرب استادان مقرر شوي او په سختو حالتونو کې یې درسونو ته رسېدګي کوله، اوس نو په کار ده، چې زده کوونکي د خپلو زده کړو څخه د ټولنې په پرمختګ کې اعظمي ګټه واخلي.
ورپسې د ولایت مقام د دفتر رئیس ښاغلي حذیفه د خپلو خبرو پر مهال وویل: اوسنی وخت د ټکنالوژۍ دی، نو ځوانانو ته په کار ده، چې ټکنالوژي زده کړي او د اسلام په رڼا کې ورڅخه استفاده وکړي، که موږ ټکنالوژۍ ته لومړيتوب ورنه کړو، نو په دې برخه کي به له نړۍ سره بې سیاله پاته شو.
د غونډې په وروستیو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د هلمند ښوونیز مرکز استادانو ته د مادي او معنوي ډاليو ورکولو ترڅنګ فارغ شویو زده کوونکو ته هم تصدیق پاڼي ورکړل شوې.

۱۴۴۶/۴/۵ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۷ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۰:۵۸
Background image

د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو د نورستان اطلاعاتو او کلتور رئیس سره وکتل

د کابل پوهنتون لرغون پېژندنې څانګې یو شمېر استادانو او محصلینو د پوهاند عصمت الله عثماني په مشري نورستان ولایت ته د علمي سفر په ترڅ کې ددې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس سره وکتل.
پوهان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۰:۴۵
Background image

بادغیس ولایت کې د ناوړو دودونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د امیرالمومنین حفظه الله د ۱۷ ګڼې فرمان چې د ناوړو دودونو د مخنیوي په اړه صادر شوی دی، د یو شمېر دیني عالمانو، فرهنګپالانو او د امارتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۴۱
Background image

د بيهقي کتاب خپرولو رياست خبرتیا

ټولو غوښتونکو ته خبر ورکول کېږي!
د بيهقي د کتاب خپرولو رياست د ۱۴۴۷ هـ ق کال تقويم د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د جیودېزي او علامه ګذارۍ ریاست او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په. . .

BACK TO NEWS