د هلمند ښوونیز مرکز څخه په پنځمه دوره کې سلګونه ځوانان فارغ شول

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۵:۱۸
داتاذ

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند وړیا ښوونیز مرکز څخه په پنځمه دوره کې ۴۳۰ تنه ځوانان د کمپیوټر، عربي او انګلیسي ژبو شپږ میاشتنیو وړیا زده کړو څخه د یوې شاندارې غونډې پر مهال فارغ شول.

یاده غونډه کې د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي عبدالرحمن حذیفة، د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبد الباري راشد، د پوهنې رئیس مولوي محمد عوض انصاري، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو، سلګونه تنه زده کوونکو او ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی وو.

د ځوانانو چارو آمر له فارغ شويو زده کوونکو څخه مننه وکړه، چې خپل درسونه یې په پوره اخلاص سره تر دې ځایه را ورسول، نوموړي له ټولو زده کوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې دلته زده کړي درسونه تر نورو هم ورسوي، تر څو ټولنه کي د علم رڼا خپره شي، د نوموړي په وينا؛ له وړیا ښوونیز مرکز څخه په پنځمه دوره کې له کمپیوټر برخې څخه ۳۸۹ د عربي ژبې څخه ۳۵ او انګلیسي ژبې څخه ۶ تنه چې ټول ۴۳۰ تنه کیږي، فارغ شوي دي.

د غونډې په وروستیو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د وړیا ښوونیز مرکز استادانو ته د مادي او معنوي ډالیو ورکولو ترڅنګ فارغ شویو زده کوونکو ته تصدیق پاڼي ورکړل شوې.

 

۱۴۴۶/۱۰/۲۹ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS