د هلمند ښوونیز مرکز له سلګونو زده کوونکو څخه د کمپیوټر ازموینه واخیستل شوه

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۸:۵۲
.....

په هلمند کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو مدیریت له لوري په ښوونیز مرکز کې له ۵۰۰ تنه زده کوونکو د کمپیوټر ازموینه واخیستل شوه.
یادو زده کوونکو د کمپیوټر په برخه کې شپږ میاشتنۍ زده کړې ترلاسه کړې چې تېره ورځ یې وروستۍ ازموینه واخیستل شوه او بریالیو زده کوونکو ته به د فراغت په پار سندونه ورکړل شي.
د یادولو وړ ده چې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښوونیز مرکز څخه له دې وړاندې هم په لومړۍ دوره کې ۲۸۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر له زده کړو څخه فارغ شوي و.

۱۴۴۴/۱۲/۱ هــ ق
۱۴۰۲/۳/۳۰ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS