د هلمند ولایت کې تاریخي ابدات محفوظ دي
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو مدیر حافظ مولوي حمدالله مدثر صاحب وایي، د هلمند ولایت تاریخي آبدات محفوظ دي او د امکان تر حده هڅه کوو چې خپل تاریخي حریم او آبدات لا ښه وساتو او هېچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ تاریخي حریم او آبداتو ته زیان ورسوي.
څو ورځې وړاندې د هلمند په مرکز لښکرګاه قلعه کهنې سیمه کې د تاریخي ابداتو دیوال چې مخکې تقریباً د درې مترو په شاوخوا کې نړېدلی و، چې په ټولنیزو رسنیو کې همدا دیوال د تاریخي کلا په ډول تعبیر شوی و او ویل شوي و، چې تاریخي آبداتو ته پاملرنه نه کیږي.
د یاد دیوال د نړېدو په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي آبداتو مدیریت لخوا یې د بیارغونې چارې پیل شوې چې اوس مهال یې کارونه په چټکۍ سره روان دي او ډیر ژر به په اساسي ډول بیا ورغول شي.
۱۴۴۴/۸/۲ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۴ هـ ش
