د هلمند عامه کتابتون سره د کتابونو مرسته وشوه
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند عامه کتابتون ته د افغان بریا خصوصي عالي لېسې د زده کړیالانو لخوا ۵۰ جلده کتابونه وسپارل شول.
د یاد کتابتون مسؤل محسن عمري د افغان بریا خصوصي عالي لېسې د زده کړیالانو څخه مننه وکړه، چې د عامه کتابتون د غني کولو په موخه یې مختلف کتابونه ورته ډالۍ کړل.
نوموړي وویل: د فکر د نابغه کېدو اصلي ځایونه عامه کتابتونونه دي؛ نو که غواړئ چې عامه کتابتون مو غني شي، هغه کتابونه چې تاسې یې نه مطالعه کوئ او بې ګټې درسره په کورونو کې اېښي وي، عامه کتابتون ته یې وسپارئ.
همدارنګه ښاغلي عمري د دې لپاره چې د زده کوونکو د فکري روزنې په برخه کې د اسلامي نظام په اړه معلومات زیات شي، نو یې ورته د اسلامي امارت ځانګړي کتابونه اهداء کړل، تر څو په مطالعه کې ور څخه استفاده وکړي او د اسلامي نظام په هکله یې معلومات زیات سي.
۱۴۴۵/۳/۲۰ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۱۳ هـ ش
