د هلمند اطلاعاتو او کلتور رياست ته سلګونه ټوکه کتابونه ډالۍ شول

panah_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۲۰:۱۶
...

د هلمند ولايت اطلاعاتو او کلتور رياست ته د يو تن سوداګر له لوري سلګونه ټوکه کتابونه ډالۍ شول.

یاد کتابونه چې شمېر يې ۱۰۰۰ ټوکه وو، د هلمند بارک او فولاد صنعتي شرکت د مسؤل الحاج نقیب الله حقمل له لوري ژمنه شوي وو، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي سلطان محمد حنیف ته د ياد شرکت د هلمند څانګې مسؤل له لوري وسپارل شول.

مولوي سلطان محمد حنیف وويل: دې کتابونو سره به عامه کتابتون لا غني شي او د لوستوونکو لپاره به نوي چاپ شوي کتابونه په واک کي ورکړل شي، تر څو ورڅخه په مطالعې کې استفاده وکړي.

ښاغلي حنیف له نورو سوداګرو او هغو کسانو چې په کورونو کي یې تر استفادې زیات کتابونه پراته وي غوښتنه وکړه، چې کتابونه عامه کتابتونونو ته وسپاري، تر څو لوستونکي ورڅخه ګټه واخلي او په ټولنه کي د کتاب مینه وال زیات شي.

۱۴۴۶/۷/۲۶ ق

۱۴۰۳/۱۱/۸ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS