د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس د جامي پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۲:۲۸
…

سه شنبه (۹ رمضان المبارک ۱۴۴۵) د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي احمد الله متقي د جامي پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل: د ټولنې په پرمختګ کې د ځوانانو زده کړې او تحصیل زیات رول لري.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس په ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړو پر کیفیت او کمیت باندې ټینګار وکړ او زياته يې کړه؛ تحصیلي مرکزونه د ټولنې غوښتنه ده او کله چې د زده کړو سطحه لوړه وي، نو د خلکو کلتور هم قوي وي، همدارنګه له تیارو او ناپوهۍ څخه د را ایستلو یوازینۍ لاره زده کړې دي.

ښاغلي متقي د جامي خصوصي پوهنتون له مسوولینو وغوښتل چې د فیسونو په را کمولو کې کې له ځوانانو سره مرسته وکړي. 

د جامي پوهنتون استازي ځوانانو ته د ۶۰ وړيا بورسونو د ورکولو خبر ورکړ او ویې ویل: دغه پوهنتون د ځوانانو لپاره د تحصیلي خدمتونو په برخه کې ډېر کار کړی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د ده ‌سبز ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند بینرونه نصب شول

د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کابل ولایت په ده ‌سبز ولسوالۍ کې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷ مې ګڼې فرمان اړوند ګڼ شمېر بینرونه نصب شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسؤلینو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۹
Background image

ځوانان د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې اساسي مسؤولیت لري

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ځوانانو چارو رئیس مولوي محمد داوود آغا هاشمي د (اسلامي د نظام په ټینګښت او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت) په نوم جوزجان کې په جوړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۵:۲۹
Background image

الینګار کې فکري او اصلاحي سیمنار ترسره شو

 د لغمان د اطلاعاتو فرهنګ ریاست او الصارم فکرې او فرهنګی اداري په ګډې همغږۍ الینګار ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۵۰ تنو ځوانانو ته د باطلو افکارو پېژندنې او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS