د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئيس د عروج څيړنيزې او خپرندويه ادارې څخه لیدنه وکړه

tawana_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۹:۳۶
ccc

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي احمدالله متقي د عروج څيړنيزې او خپرندويه ادارې له مهمو برخو تألیف او ژباړې، خپرنيزې، رسنیزې څانګې او د عروج د عصري علومو  اکاډمۍ څخه ليدنه وکړه او د دې علمي او کلتوري مرکز د هر اړخیز ملاتړ ټینګار یې وکړ.
ښاغلي متقي د عروج ادارې د ګټورو فعالیتونو ستاینه وکړه او دا اداره یې د کلتوري ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره اغېزمنه او د ټولني له اساسي اړتياوو څخه يوه وبلله.
بل لور ته د عروج څيړنيزې او خپرندويه ادارې مسوولینو د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همکارۍ مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې خپلو علمي او کلتوري فعالیتونو ته به دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې د عروج څيړنيزه او خپرندويه اداره له څو کلونو راهیسې په علمي او کلتوري برخو کې هڅې کوي او د سمینارونو، ورکشاپونو، د کتاب ‌لوستلو سیالیو او بېلابېلو کلتوري پروګرامونو له لارې د استادانو، محصلینو، د ښوونځیو زده‌کوونکو او د اکاډمیکو بنسټونو ملاتړ کوي.

۱۴۴۶/۸/۲۴ ق
۱۴۰۳/۱۲/۵ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۱
Background image

اله سای ولسوالۍ کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د اله سای ولسوالۍ اړوند د ښوونځیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۷
Background image

پروان کې د  توپ درې سټوپې تاریخي سیمې د ساتنې په موخه غونډه وشوه

د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د  توپ درې سټوپې په تاریخي سیمه کې د تاریخي آبداتو د ارزښت او ساتنې په موخه غونډه وشوه، چې پکې د ولایت مقام استازي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۶
Background image

د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو او ټولنیزو رسنیو فعالانو ترمنځ د عامه پوهاوي ، د واقعیتونو رسنیز کولو او د ولسونو او امارتي ادارو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا کې د ټولنیزو رسنیو د رول. . .

BACK TO NEWS