د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د ترکیې له جنرال قونسل سره وکتل

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۲۳
..

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عتیق‌الله عزیزی په دغه ولایت کې د ترکیې له جنرال قونسل تزجان قاضي اوغلو سره په کتنه کې د فرهنګي همکاریو د پراختیا او د هرات تاریخي او فرهنګي مخینې ته د پاملرنې اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې ښاغلي عزیزی په فرهنګي برخه کې د ترکیې هېواد له لېوالتیا او همکاریو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د هرات خلک په فرهنګي، لیکوالۍ او ادبي برخو کې ځانګړې لېوالتیا لري. نوموړي زیاته کړه، چې هرات له پخوا راهیسې د شاعرانو، لیکوالانو او وتلو فرهنګي شخصیتونو ښار پاتې شوی او راتلونکو نسلونو ته د دغه ښار د تاریخي او فرهنګي میراثونو ورپېژندل د فرهنګي بنسټونو له مهمو مسؤولیتونو څخه دي.
ښاغلي عزیزي په افغانستان کې د سترو بیارغونې او پراختیايي پروژو یادونه وکړه او له دوستو هېوادونو، په ځانګړي توګه له ترکیې هېواد څخه یې په فرهنګي او پراختیايي برخو کې د لا زیاتو همکاریو او ملاتړ د دوام غوښتنه وکړه.
ورته مهال هرات کې د ترکیې جنرال قونسل هم د دغه ولایت تاریخي او فرهنګي ارزښت ته په اشارې سره وویل: هرات تل ځانګړی اهمیت درلودلی دی، همدارنګه ترکیه په هرات کې د خپل قونسلګرۍ، افغان-ترک ښوونځیو او د تیکا دفتر له لارې په ښوونیزو او فرهنګي برخو کې فعالیتونه کوي او دغه همکارۍ به دوام ولري.
نوموړي زیاته کړه، چې د سلطان حسین بایقرا په اړه یوه نړیوال کنفرانس به جوړ شي، همدارنګه یې د فرهنګي همکاریو پر دوام او په افغانستان، په ځانګړي ډول هرات کې، د بیارغونې او پراختیايي پروژو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۳/۴ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۲۳
Background image

د ازبکستان ډیپلوماټیک پلاوي له غزني ولایت څخه لیدنه وکړه

د ازبکستان جمهوریت د سفارت مرستیال بهادر تاشمانوف، چې د دغه هېواد د مسلمانانو د ادارې مرستیال شیخ حامدجان ایشمت‌بیکوف یې هم ملتیا کوله، غزني ولایت ته د سفر په لړ کې د غزني له والي ملا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۱
Background image

د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې له مسؤلینو سره د رسنیو پر وړاندې شته ستونزې، د خبریالانو غوښتنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

غور کې د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره شوه

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د شعر او ادب د درناوي، د فرهنګي شتمنیو د پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ په موخه د (غنم ګل) په نوم مشاعره ترسره کړه، چې پکې د سیمه‌ییزو ادارو. . .

BACK TO NEWS