د هرات اسلام کلا بازار کې کتابخانه جوړه شوه
د هرات ولايت د کهسان ولسوالۍ په اسلام کلا بازار کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري کتابخانه جوړه او پرانستل شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي احمدالله متقي د کتابتون د پرانستې پرمهال وویل: دا کتابتون يې د خلکو ترمنځ د کتاب لوستنې کلتور ته د ودې ورکولو په موخه پرانستی دی، هڅه کوو، چې همدې موخې ته د رسېدو لپاره په ټولو ولسواليو کې کتابتونونه جوړ کړي، نوموړي له ځوانانو وغوښتل؛ چې کتاب لوستنې ته مخه کړي، ځکه کتاب لوستنه د پوهې په لوړولو کې ډيره مهمه ده.
په کهسان ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او کلتور مدير مولوي سیف الله وویل: دې کتابتون کې شاوخوا (۵۰۰۰) ټوکه بېلابېل کتابونه د کتاب لوستنې په موخه ايښودل شوي، چې د اړتيا په صورت کې به ورته نور کتابونه هم راوړل شي.
د اسلام کلا اوسيدونکو د کتابتون په جوړولو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل: هڅه کوو، چې له دې کتابتون څخه د خپلې پوهې او معلوماتو په ډيرولو کې ګټه واخلو.
۱۴۴۶/۲/۳۰ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۱۳ هـ ل
