د نیمروز ولایت د خبریالانو او د رسنیو له استازو سره د همغږۍ ناسته جوړه شوه

panah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۲:۱۷
.

د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د رئيس مفتي حبیب الله الهام په مشرۍ د خبریالانو او د رسنیو له استازو سره د همږغۍ نوبتي ناسته ترسره شوه.
غونډه د قران کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب‌الله الهام ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د مياشتنۍ غونډې څخه موخه د رسنيو سره همږغي، له دوی څخه ملاتړ، د راپورونو شریک کول، د ستونزو اورېدل او ستونزو ته رسیدګي کول یاد کړل.
ښاغلي الهام د رسنیو له مسٶولينو او خبریالانو سره د هر اړخیزو همکاریو او د نورو مسؤولینو سره د  لا زياتو همږغیو د رامنځته کولو ژمنه وکړه.
ناسته کې ګډون کوونکو خبريالانو او د رسنیو استازو د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه د رسنيو سره د ښو همکاریو او اړیکو د لرلو په موخه مننه وکړه او خپلې ستونزې او وړانديزونه يې شريک کړل، همدا راز د غونډې په ترڅ کې پر ځينو مسائلو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

۱۴۴۶/۳/۲۳ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۵ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS