د نیمروز والي په مشرۍ د رسنیو له مسؤلینو او خبريالانو سره ناسته وشوه

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۲۰
....

د نیمروز والي مولوي عبدالمنان محمود په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب‌الله الهام او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره ناسته وشوه.
د نیمروز والي وویل: د شکر ځای دی، چې د یو بشپړ اسلامي نظام خاوندان یو، په ټولو چارو کې د اسلامي اصولو او مقدساتو ته په پام خپلې چارې ترسره کوو، اسلامي نظام د نورو اقشارو ترڅنګ، د خبریالانو امنیت او ملاتړ کولو ته پوره ژمن دی، د اسلام دښمنان هڅې کوي چې په فکري او رسنیز ډګر کې موږ سره مقابله وکړي، نو د دوی په وړاندې د خبریالانو او رسنیو رول او رسالت خورا ډېر اړین دی.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور رئیس د رسنیو او خبریالانو سره د ښو اړیکو د پاللو او دوامداره همکاریو په برخه کې ډاډ څرګند کړ او ویې ‌ویل: د اسلامي امارت د واکمنېدو سره سم د رسنیز ډګر له همکارانو سره دوامداره میاشتنۍ ناستې ترسره کېږي، ترڅو د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل شي او د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ سره سم یې ملاتړ وشي.
د ناستې په لړ کې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو په رسنیز ډګر کې د ښو اړیکو، همکاریو او همغږیو له امله د محلي ادارو له مسؤلینو څخه مننه وکړه او په رسنیز ډګر کې یې د پوره همکاریو ډاډ څرګند کړ.

۱۴۴۷/۸/۲ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

ګردیز کې د شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ ترسره شوه

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همغږۍ مرکز ګردیز کې د خصوصي ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي(ص) کتاب لوستنې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا کې هنري سیالۍ ترسره او درې ورځني نندارتون پیل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د هنرستان ریاست او د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډو همکاریو په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰ تنو هنرمندانو ترمنځ هنري سیالۍ ترسره او د دغو هنرمندانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د بغلان عامه کتابتون ته ۱۲۰۰ عنوانه کتابونه ډالۍ شول

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون ته د ولایت مقام له لوري ۱۲۰۰ ټوکه کتابونه ډالۍ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: دغه کتابونه د. . .

BACK TO NEWS